ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د غزې ملاتړي د محصیلینو غورځنګ دپولیسو له نیونې سره سره ، په درستې امریکا او اروپا کې په پراختیا دی.
په داسې حال کې چې په امریکااو اروپا کې د فلسطین دملاتړو نیولل دوام لري، په سنټ لویئس کې د واشنګټن پوهنتون محصیلینو له غزې سره په پیوستون کې له خپل اعتراضه کیمپه د ساتنې لپاره انساني زنځیر او کړئ جوړه کړه.
د اسرائيلو پر جنایتونو د امریکائی محصیلینو په اعتراض پسې د امریکا پولیسو په سنټ لوئیس کې واشنګټن پوهنتون په یوې
استاذې د فلسطیني ملت له ملاتړو محصیلینو سره د دوي د ځيږ چلند د فوټوانو د اخستو په خاطر حمله وکړه او هغه
ئې سخته ووهله او له ځان سره بوتله.
ګارډیّن ورځپاڼې په یوه راپور کې له پولیسو سره د تماس لپاره د امریکا د ایموري پوهنتون د مشر ګریګوري فنوس غیر ضروري او دغیرمسئولانه اقدام باندې غبرګون ښودلی او په دغه پوهنتون کې ئې د پولیسو له شتون وروسته ددغه پوهنتون فضا، یوې جنګي سیمې ته ورته بللې ده.
له پولیسو سره د ایموري پوهنتون د مشر له تماس وروسته ، دآټلانټا دپولیسو په لسګونو افسران او د جورجیا ایالت ماموران دغه اکاډمیک انګڼ ته وارد شول، دعملی پلاوي ددرو غړو پشملو اته ویشت مسئولان او دایموري او د آټلانټا پوهنتونونو نور په سلګونو محصیلین ئې ونیول.
ایکنانیوز همداراز په لندن کې هم د فلسطین د ملاتړو دمظاهرو خبر ورکړی او دغه راز په دغو مظاهرو کې د د یاحسین د بیرغ د رپيدا په باب یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4212826